بغلان کې اته تنه نظامیان د طالبانو له زندانه راخوشي شوي

3 جوزا 1400 ساعت 8:25

ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو بغلان لایت کې د طالبانو یو زندان مات او اته تنه نظامیان یې ترې راخوشي کړي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځیانو بغلان لایت کې د طالبانو یو زندان مات او اته تنه نظامیان یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن دوشنبې د غبرګولي ۳ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، د طالبانو دغه زندان یې د بغلان جدید ولسوالۍ کې مات کړی دی.

سرچینه وايي، کمانډو ځاکونو تېره شپه د بغلان جدید ولسوالۍ په عمر خېل کلي کې د طالبانو پر زندان چاپه و وهله او ۸ تنه نظامیان یې ترې راوخشي کړل.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او طالبانو هم تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

بغلان کې د طالبانو زندان پر داسې مهال ماتېږي، چې له څو اونیو راهیسې په دغه ولایت کې جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com