دفاع وزرات: هلمند کې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژل شوي

4 جوزا 1400 ساعت 8:44

د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژلي دي.


د ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو هلمند ولایت کې د القاعده شبکې ۱۳ غړي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پرون دوشنبې د غبرګولي ۳ مه د هلمند د خانشین ولسوالۍ په پوپلزو سیمه کې هدفي عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د القاعده شبکې د هند نیمې وچې د څانګې ۱۳ غړي وژل شوي دي.

دفاع وزرات وايي، دغه کسانو د ماینونو په جوړولو کې یې مهارت درلود او سخت دریځو ته یې د دشپې لید په اړه روزنه ورکوله.

وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139126

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139126/

جمهور
  https://www.jomhornews.com