چین غواړي افغانستان هم د سي پیک په پروژه ورګډ کړي

5 جوزا 1400 ساعت 8:16

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې افغانستان ته هم د سي پیک یا چین – پاکستان اقتصادي کورېدور وغځوي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد یې له دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي، چې افغانستان ته هم د سي پیک یا چین – پاکستان اقتصادي کورېدور وغځوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اکانومي مجلې او ګلوب ټایمز ورځپاڼې د چین د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي، سي پیک یوه اقتصادي طرحه ده، چې کوم درېیم اړخ نه په نښه کوي او کشمیر د مسلې په اړه پر دريځ اغېز نه لري.

که څه هم چین درېیم اړخ نه دی په ډاګه کړی، خو ښايي موخه یې امریکا او هند وي، ځکه امریکا په سیمه کې د چین له اقتصادي پرمختګ څخه په وېره کې ده او هند بیا د کشمیر پر سر له پاکستان سره له لانجې.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویندوی ژاو لییان په پیکینګ کې خبریالانو ویلي، دوی ته دا څرګنده شوه چې افغانستان د ګوادر او د کراچۍ د بندر له لارې واردات او صادرات کوي.

نوموړي زیاته کړې چې په اوس حالت کې پاکستان او افغانستان په چټکو لارو د وارداتو او صادراتو په اړوندو مسلو خبرې کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، سي پیک، د سړک او کمربند د طرحې پر اساس یوه مخکښه پروژه ده، د بنسټونو، انرژۍ، بندرونو او صنعتي پارکونو په برخو کې مهم پرمختګونه کړي او چین غواړي چې د افغانستان په شمول یې د سیمې هېوادونو ته پراخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139158

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139158/

جمهور
  https://www.jomhornews.com