امرالله صالح طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ

6 جوزا 1400 ساعت 8:46

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د جګړې پر ځای د خبرو او سولې لار خپله کړي.


د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د جګړې پر ځای د خبرو او سولې لار خپله کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۵ مه خوست کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړو چې له جګړې لاس واخلي د سولې خبرو او اوربند ته غاړه کېږدي.

د ولسمشر لومړي مرستیال و ویل، که طالبان سولې ته غاړه کېږدي، له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي حکومت چمتو دی، چې له دوی سره په ګډه د سولې دولت رامنځ ته کړي او تر وخت وړاندې ټاکنې وکړي.

ښاغلي صالح و ویل«حاضر یو چې سر له سبا اوربند اعلان کړو، د جګړې د ډګر پر ځای د جرګې ډګر ته ورشو او خبرې اترې وکړو.»

طالبانو د ښاغلي صالح دغه څرګندونو ته تر اوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په وار وار د اوربند خبرې رد کړې وايي، اوربند به هله کوي، چې یوې موافقې ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې ښاغلي صالح خوست ته په دې سفر کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې له نېږدې واورېدې او د هغو د حل او دغه راز خوستیانو ته د کار موندلو په برخه کې د زمینې برابرولو ژمنه ورکړه.

جمهورخبري آژانس: خوست


د مطلب کود: 139186

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139186/

جمهور
  https://www.jomhornews.com