د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د جګړې پر ځای د خبرو او سولې لار خپله کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۵ مه خوست کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
نوموړي پر طالبانو غږ وکړو چې له جګړې لاس واخلي د سولې خبرو او اوربند ته غاړه کېږدي.
د ولسمشر لومړي مرستیال و ویل، که طالبان سولې ته غاړه کېږدي، له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي حکومت چمتو دی، چې له دوی سره په ګډه د سولې دولت رامنځ ته کړي او تر وخت وړاندې ټاکنې وکړي.
ښاغلي صالح و ویل«حاضر یو چې سر له سبا اوربند اعلان کړو، د جګړې د ډګر پر ځای د جرګې ډګر ته ورشو او خبرې اترې وکړو.»
طالبانو د ښاغلي صالح دغه څرګندونو ته تر اوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې په وار وار د اوربند خبرې رد کړې وايي، اوربند به هله کوي، چې یوې موافقې ته ورسېږي.
د یادونې ده، چې ښاغلي صالح خوست ته په دې سفر کې د یاد ولایت د خلکو ستونزې له نېږدې واورېدې او د هغو د حل او دغه راز خوستیانو ته د کار موندلو په برخه کې د زمینې برابرولو ژمنه ورکړه.
جمهورخبري آژانس: خوست