د ننګرهار چارواکي:

د طالبانو د ځانمرګي بریدګر لېږدونکی او یو تبلیغاتي مسوول نیول شوي

6 جوزا 1400 ساعت 11:34

د ننګرهار امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر د لېږدونکي او یوه تبلیغاتي مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.


د ننګرهار امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر د لېږدونکي او یوه تبلیغاتي مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د غبرګولي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه دوه غړي، د مرکز جلال آباد ښار او شینوارو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، نیول شویو کسانو کې يو هغه یو ځانمرګی بريدګر انتقالوه او بل تبليغاتي مسئول و چې د ملي امنيت له لوري ونيول شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 139196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com