۰
د ننګرهار چارواکي:

د طالبانو د ځانمرګي بریدګر لېږدونکی او یو تبلیغاتي مسوول نیول شوي

پنجشنبه ۶ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۴
د ننګرهار امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر د لېږدونکي او یوه تبلیغاتي مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د ځانمرګي بریدګر لېږدونکی او یو تبلیغاتي مسوول نیول شوي
د ننګرهار امنیتي چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو د ځانمرګي بریدګر د لېږدونکي او یوه تبلیغاتي مسوول د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار مطبوعاتي دفتر نن پنشنبې د غبرګولي ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو دغه دوه غړي، د مرکز جلال آباد ښار او شینوارو ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، نیول شویو کسانو کې يو هغه یو ځانمرګی بريدګر انتقالوه او بل تبليغاتي مسئول و چې د ملي امنيت له لوري ونيول شول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي