د امریکا ولسمشر:

له افغانستان تر وتو وروسته هم د القاعده او داعش فعالیتونه څارو

8 جوزا 1400 ساعت 16:00

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په دغه هطواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.


د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په دغه هطواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه به ویرجینیا ایالت کې یوې غونډې ته کړې او ویلي یې دي، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړي، چې القاعده او داعش د بریدونو تر ټولو لوی ګواښ او احتمال تر دې وروسته له افغانستان څخه نه دی.

نوموړي د ځای له مشخص کولو پرته و ویل دا ګواښ هغو پنځو سیمو ته متوجه دی، چې د داعش په ګډون د القاعده او تنظیمي جوړښتونو لباره په کې زمینه برابره ده.

د امریکا ولسمشر د راتلونګو ګواښونو د مخنیوي لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو خبره هم کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139232

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139232/

جمهور
  https://www.jomhornews.com