۰
د امریکا ولسمشر:

له افغانستان تر وتو وروسته هم د القاعده او داعش فعالیتونه څارو

شنبی ۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۶:۰۰
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په دغه هطواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.
له افغانستان تر وتو وروسته هم د القاعده او داعش فعالیتونه څارو
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم په دغه هطواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن دغه څرګندونې پرون جمعه به ویرجینیا ایالت کې یوې غونډې ته کړې او ویلي یې دي، چې د سرتېرو تر وتلو وروسته به افغانستان ته د القاعده ډلې له لوري جدي ګواښ پېښ نه شي.

د امریکا ولسمشر ټینګار کړي، چې القاعده او داعش د بریدونو تر ټولو لوی ګواښ او احتمال تر دې وروسته له افغانستان څخه نه دی.

نوموړي د ځای له مشخص کولو پرته و ویل دا ګواښ هغو پنځو سیمو ته متوجه دی، چې د داعش په ګډون د القاعده او تنظیمي جوړښتونو لباره په کې زمینه برابره ده.

د امریکا ولسمشر د راتلونګو ګواښونو د مخنیوي لپاره د تجهیزاتو د چمتو کولو خبره هم کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي