امریکا کې وسله وال برید ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

10 جوزا 1400 ساعت 8:57

راپورنه وايي، امریکا کې درې تنه وسله والو پر خلکو ډزې کړې او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


راپورنه وايي، امریکا کې درې تنه وسله والو پر خلکو ډزې کړې او ۲۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي ښار کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې خلک یو کنسرت ته په تمه و.

د میامي پولیس وايي، درې وسله والو په خلکو ناتار ډزې کړې، چې دوه تنه ځای پر ځای وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو ویلي، په ټپیانو کې د ځينو روغتیایي حالت نازک دی او د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.

دا په تېرو دوه اونیو کې درېیم ځل دی، چې امریکا کې دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139278

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139278/

جمهور
  https://www.jomhornews.com