امرالله صالح:

نور وخت دی چې افغان دولت د هېواد دفاعي مسوولیت په غاړه واخلي

12 جوزا 1400 ساعت 9:26

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نور د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد دفاعي مسوولیت افغان دولت پر غاړه واخلي.


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نور د دې وخت رارسېدلی، چې د هېواد دفاعي مسوولیت افغان دولت پر غاړه واخلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۱ مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ژیلیس میچاو سره لیدنه کې کړې دي.

په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر امنیتي او سیاسي مسایلو خبرې کړې او ښاغلي صالح د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي، نور د دې وخت رارسېدلي، چې د هېواد دفاعي مسوولیت افغان دولت پر غاړه واخلي.

هغه زیاته کړې«دا وخت رارسېدلي، چې افغان دولت د خپل حریم او خپلو خلکو څخه د کاملې دفاع مسوولیت پر خپله غاړه واخلي، موږ به په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ښاغلي صالح ته ډاډ ورکړي، چې له افغانستان سره به د دغه سازمان فعالیتونه او برنامې هېڅ ډول بدلون او ټکنی توب ونه کړي، بلکې دوام به ولري.

جمهورخبري اژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com