دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې له ۲ سوه زیات طالبانو ته مرګ ژوله اوښتې

16 جوزا 1400 ساعت 13:45

ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې له ۲۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزرات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې له ۲۰۰ زیاتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۱۶ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، افغان ځواکونو ننګرهار، لغمان، وردګ، لوګر، پکتیکا، دایکنډي، زابل، بادعیس، هرات، غور، بلخ، جوزجان، سمنګان، بغلان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې او عملیات کړي دی.

خبرپانه وايي، په دغه عملیاتو او نښتو کې ۱۶۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵۹ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزرات د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139506

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139506/

جمهور
  https://www.jomhornews.com