افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه او مرګ ژوبله یې مخ پر زیاتېدو ده، چې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا له پرون راهیسې یې ۵۰ تنه مړه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزرات په تازه خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۷۹ کسان تازه په کرونا وبا اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې له پروان راهیسې د کرونا له امله ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۷۵ نور بېرته ترې رغېدلي دی.
افغانستان کې کرونا پر داسې مهال زور نیسي، چې ویل کېږي د هېواد په ټولو روغتونو کې د مصنوعي اکسیجن کمښت دی او ناورغان ورځ تر بلې ډېرېږي.
که څه هم حکومت، پوهنتونه، ښوونځي، تعلیمي مرکزونه او د ملکي ادارو د پاخه عمر مامورین د دوه اونیو لپاره رخصت کړي خو د روغتیا وزارت ټينګار کړی، چې خلک دې کورونو کې پاتې شي، ماسک د وکاروي او د روغتیاپالانو لارښوونې د عملي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل