۰

د غور شهرک ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې

دوشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۸
د غور والي تاییدوي، چې د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د غور شهرک ولسوالي هم د طالبانو لاس ته لوېدلې
د غور والي تاییدوي، چې د دې ولایت د شهرک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي عبدالظاهر فیض زاده وايي له ولسوالۍ سره مخابراتي اړیکه پرې شوې او دا په دې مانا ده، چې ولسوالۍ سقوط کړی دی.

د هغه په وینا دوی تر وروستي بریده هڅه وکړه، خو جګړه ومه شپه پای ته رسېدلي او پرون سهار کابو شپږ بجې له ولسوالۍ سره اړیکه پرې شوې ده.

د غور والي وايي، د ولسوالۍ پرسونل او امنیتي ځواکونو د تنګه ازو په نوم یوه کلي ته شا تګ کړی دی خو له طالبانو سره یې جوړجاړي نه دي کړی او نه هم ورته تسلیم شوي.

طالبانو هم ویلي، د غرو شهرک ولسوالي یې نیولې او هغه ویډیوګانې یې په خواله رسنیو خپرې کړې، چې ښکاري د دغه ولسوالۍ ودانۍ او امنیه قومانداني د طالبانو په لاس کې دي.

د یادونې ده، چې طالبانو د قیصار ولسوالۍ هم کلابنده کړې خو ځینې راپورنه وايي، دغه ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته لوېدلې او ګڼو سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا یوه غړي ویلي، طالبانو د پولیسو د قوماندان په ګډون ۱۵ سرتېري وژلي او ۳۸ نور یې له ځان سره بېولي دي.

طالبانو تر دې وړاندې، د نورستان، دواب او مندو، د لغمان، دولت شاه، د وردګو نرخ او جلریز ولسوالۍ نیولې وې.

جمهورخبري آژانس:غور
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي