برېتانوي ځواکونه د راتلونکې میاشتې پورې له افغانستانه وځي

18 جوزا 1400 ساعت 7:34

د برېتانیا دفاع وزیر جیمز سټیفن هپسي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر راتلونکې میلادي میاشتې پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.


د برېتانیا دفاع وزیر جیمز سټیفن هپسي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر راتلونکې میلادي میاشتې پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دی وايي، دوی په ۲۰۱۴ کال کې خپل ډېری نظامیان له افغانستان څخه ایستلي دي خو ۷۵۰ نور چې لا هم افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ماموریت پر غاړه لري په دغه هېواد کې پاتې دي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

د برېتانیا دفاع وزیر دا هم ویلي، چې د خپلو ځواکونو له ایستلو سره سم به یو شمېر پاتې تجهیزات هم له منځه یوسي او کباړ به یې کړي.

جیمز سټیفن هپسي وايي، برېتانیا په افغانستان کې په تېر ۲۰ کلن ماموریت کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

برېتانیا دغه اعلان پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي امریکایي ځواکونه به هم د راتلونکې میاشتې تر پای پورې له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139565

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139565/

جمهور
  https://www.jomhornews.com