۰

برېتانوي ځواکونه د راتلونکې میاشتې پورې له افغانستانه وځي

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۴
د برېتانیا دفاع وزیر جیمز سټیفن هپسي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر راتلونکې میلادي میاشتې پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.
برېتانوي ځواکونه د راتلونکې میاشتې پورې له افغانستانه وځي
د برېتانیا دفاع وزیر جیمز سټیفن هپسي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر راتلونکې میلادي میاشتې پورې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دی وايي، دوی په ۲۰۱۴ کال کې خپل ډېری نظامیان له افغانستان څخه ایستلي دي خو ۷۵۰ نور چې لا هم افغان ځواکونو ته د سلا مشورې ماموریت پر غاړه لري په دغه هېواد کې پاتې دي چې ډېر ژر به خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

د برېتانیا دفاع وزیر دا هم ویلي، چې د خپلو ځواکونو له ایستلو سره سم به یو شمېر پاتې تجهیزات هم له منځه یوسي او کباړ به یې کړي.

جیمز سټیفن هپسي وايي، برېتانیا په افغانستان کې په تېر ۲۰ کلن ماموریت کې ۳۱ میلیارد ډالر لګولي دي.

برېتانیا دغه اعلان پر داسې مهال کوي، چې ویل کېږي امریکایي ځواکونه به هم د راتلونکې میاشتې تر پای پورې له افغانستان څخه ووځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي