۰

ډېر ژر به له چین نه ۷ سوه زره کرونا ضد واکسین افغانستان ته راورسېږي

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۴۴
چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم وايي، ډېر ژر به له چین څخه ۷ لکه ډوزه کرونا ضد واکسین او په همدې اندازه سرنجونه افغانستان ته ورسېږي.
ډېر ژر به له چین نه ۷ سوه زره کرونا ضد واکسین افغانستان ته راورسېږي
چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم وايي، ډېر ژر به له چین څخه ۷ لکه ډوزه کرونا ضد واکسین او په همدې اندازه سرنجونه افغانستان ته ورسېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي قایم په خپله ټوېټر پاڼه لیکي، چې په یاده اندازه واکسین او سرنج یې پرون د بېجنګ په نړیوال هوايي ډګر کې له چینايي چارواکو تسلیم کړي او د لېږد لړی به یې پیل شي.

نوموړي ویلي، دغه واکسین او سرنج په ۲۲۰ کوچینیو او ۳۲ لویو کارتونونو کې ځای پر ځای او یوه باروړونکي شرکت ته سپارل شوي دی.

د افغان سفیر په وینا دغه واکسین او سرنج به په دریو ورځو کې د جون تر ۱۰ مې پورې کابل ته ورسېږي.

په چین کې افغان سفیر وايي، دغه واکسین د چین د حکومت له خوا د افغانستان سره مرسته شوې ده.

له چین نه افغانستان ته د واکسین د رلېږلو خبر پر داسې مهال خپرېږي، چې په افغانستان کې د کرونا درېیمه څپه ورځې تر بلې مخ په زیاتېدو ده.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۵۶ تنه مړه شوي او سلګونه نور پرې اخته شوي دي.

د واکسین د کمښت او کرونا د زیاتېدو تر څنګ بله لویه ستونزه دا ده، چې په روغتونو کې د بستر او اکسیجن امکانات هم کم دي او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي