۰

ولسمشرغني بیا له خلیلزاد او ورسره پلاوي سره لیدلي

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۱
افغان ولسمشر د دویم ځل لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او بین الوزارتي پلاوي سره لیدلي دي.
ولسمشرغني بیا له خلیلزاد او ورسره پلاوي سره لیدلي
افغان ولسمشر د دویم ځل لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او بین الوزارتي پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني په مشري د امریکا د بین الوزارتي پلاوي سره دویمه ناسته پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۷ مه مازیګر مهال په ارګ کې شوې ده.

د ارګ خبرپاڼه ايي، په دغه لیدنه کې د ولسمشر مرستیالانو او د کابینې غړو هم حضور درلود او په کې بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي اړیکو د دوام په برخو کې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاري د نوي فصل پر بنیاد تفصیلي خبرې وشوې.

خبرپانه وايي، د امریکا متحدو ایالتونو بین الوزارتي پلاوي یو ځل بیا په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره د مرستو په موخه د دغه هېواد د حکومت ژمنه څرګند کړ.

په دغه ناسته کې ښاغلي غني د امریکا د مرستو څخه د مننې تر څنګ ویلي، افغانستان د اړیکو نوی فصل به له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د افغانستان د ستراتېژیک همکار امریکا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي او د دواړو هېوادونو دولتونه به خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد وړمه ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته راغی، چې له ولسمشر غني، ډاکترعبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو سیاسیونو سره یې وکتل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي