د افغانستان او پاکستان دیني عالمان پر سوله غونده کوي

18 جوزا 1400 ساعت 10:33

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت تاییدوي، چې سبا به د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ پر افغان سوله غونده وشي.


د افغانستان د حج او اوقاف وزارت تاییدوي، چې سبا به د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ پر افغان سوله غونده وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه سبا چهارشنبې د غبرګولي ۱۹ مه جوړېږي، چې کوربتوب یې د سعودي عربستان پر غاړه دی.

غونده به د رابطه عالم اسلامي تر څارنې لاندې د مکې په ښار کې په انلاین بڼه تر سره شي.

د حج او اوقاف وزارت ویاند ناصر حسیني وايي، په دې غونده کې به د افغانستان او پاکستان د مشهورو دیني عالمانو ترڅنګ د اسلامي همکارۍ سازمان ځینې غړي، په سعودي کې د افغانستان او پاکستان سفیران او د دوو هېوادونو د حج او اوقاف وزیران هم ګډون کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان جګړه د اسلام له نظره ناروا بللې وه او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی وو چې د جګړې پر ځای خبرو ته مخه کړي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139579

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139579/

جمهور
  https://www.jomhornews.com