۰

د افغانستان او پاکستان دیني عالمان پر سوله غونده کوي

سی شنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۳
د افغانستان د حج او اوقاف وزارت تاییدوي، چې سبا به د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ پر افغان سوله غونده وشي.
د افغانستان او پاکستان دیني عالمان پر سوله غونده کوي
د افغانستان د حج او اوقاف وزارت تاییدوي، چې سبا به د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ پر افغان سوله غونده وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه سبا چهارشنبې د غبرګولي ۱۹ مه جوړېږي، چې کوربتوب یې د سعودي عربستان پر غاړه دی.

غونده به د رابطه عالم اسلامي تر څارنې لاندې د مکې په ښار کې په انلاین بڼه تر سره شي.

د حج او اوقاف وزارت ویاند ناصر حسیني وايي، په دې غونده کې به د افغانستان او پاکستان د مشهورو دیني عالمانو ترڅنګ د اسلامي همکارۍ سازمان ځینې غړي، په سعودي کې د افغانستان او پاکستان سفیران او د دوو هېوادونو د حج او اوقاف وزیران هم ګډون کوي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو دیني عالمانو د افغانستان جګړه د اسلام له نظره ناروا بللې وه او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی وو چې د جګړې پر ځای خبرو ته مخه کړي او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي