بدخشان: لاریون کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

19 جوزا 1400 ساعت 7:21

بدخشان ولایت کې لاریونوالو په تاوتریخوالي اوښتي او په اخ و ډب کې ۲۷ تنو لاریونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


بدخشان ولایت کې لاریونوالو په تاوتریخوالي اوښتي او په اخ و ډب کې ۲۷ تنو لاریونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه د برېښنا او څښاک اوبو د نشتوالي له امله پیل شوی و، چې وروسته په تاوتریخوالي واوښته.

لاریون کوونکي وايي، پولیسو د والي په سپارښتنه پر دوی ډزې کړې، چې درې تنه یې وژلي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

خو د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، لاریونکوونکو د ولایت د مستوفیت ودانۍ ته اور ورته کړی او دوی هڅه کوي، چې مهار یې کړي.

د بدخشان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر شفیق همدرد وايي، تر اوسه پورې دوی ته دوه جسدونه او ۲۴ ټپیان وروړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 


د مطلب کود: 139600

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139600/

جمهور
  https://www.jomhornews.com