۰

بدخشان: لاریون کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۲۱
بدخشان ولایت کې لاریونوالو په تاوتریخوالي اوښتي او په اخ و ډب کې ۲۷ تنو لاریونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان: لاریون کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
بدخشان ولایت کې لاریونوالو په تاوتریخوالي اوښتي او په اخ و ډب کې ۲۷ تنو لاریونکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۸ مه د برېښنا او څښاک اوبو د نشتوالي له امله پیل شوی و، چې وروسته په تاوتریخوالي واوښته.

لاریون کوونکي وايي، پولیسو د والي په سپارښتنه پر دوی ډزې کړې، چې درې تنه یې وژلي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

خو د والي ویاند نېک محمد نظري وايي، لاریونکوونکو د ولایت د مستوفیت ودانۍ ته اور ورته کړی او دوی هڅه کوي، چې مهار یې کړي.

د بدخشان د ولایتي روغتون مشر ډاکتر شفیق همدرد وايي، تر اوسه پورې دوی ته دوه جسدونه او ۲۴ ټپیان وروړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي