۰

امریکا: له پاکستان سره مو د پوځي اډو په اړه ګټورې خبرې کړې دي

چهارشنبه ۱۹ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۴
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي، امریکا له پاکستان سره په دغه هېواد کې د پوځي اډو جوړولو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
امریکا: له پاکستان سره مو د پوځي اډو په اړه ګټورې خبرې کړې دي
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي، امریکا له پاکستان سره په دغه هېواد کې د پوځي اډو جوړولو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلیوان زیاته کړې، امریکا امریکا له پاکستان سره په پوځي، استخباراتي او ډېپلوماټيکي کچه خبرې کړي څو ډاډ تر لاسه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای نه بدلېږي.

نوموړي په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي خو ټینګار یې کړی دی چې دا مسئله به تر هغو پورې پټه پرېږدي څو پورې چې دوی یوې هوکړې ته سره نه وي رسېدلي.

پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم راپورو ورکړی و، چې امریکا له پاکستانه پوځي اډې غوښتې او پاکستان هم چمتو دی، چې دغه کار وکړي.

د سرچینې په وینا په همدې خاطر د سي آی اې مشر څو ځلې په پټه پاکستان ته سفر کړی او د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له لوړ پوړو چارواکو سره یې خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې ځینې داسې راپورونه هم شته چې د اډو په ورکړه هوکړه شوې او امریکا عمل ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پوځي اډې په جوړلو لاس پورې کړی دي.

پاکستان په لومړي سر کې دا راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګڼې امریکا ته اډې ورکوي او یا یې هم خبرې ورسره کړې خو اوس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تایید کړې، چې امریکا ترې د پوځي اډو غوښتنه کړې خو وايي، دوی به خپلو ګټو ته ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي