د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د یوه پلاوي په مشرۍ اروګان ولایت ته رسېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حیات نن پنشنبې د غبرګولي ۲۰ مه اروزګان ته رسېدلی او موخه یې د دغه ولایت امنیتي وضعیت ارزول دي.
د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، ښاغلي حیات د اروزګان د نظامي او ملکي مشرتابه سره یو ځای د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار غونډه ترسره کړه.
سرچینه زیاتوي، نوموړي په اروزګان ولایت کې شته امنیتي ستونزې او ننګونې له نږدې وڅارلې او مسوولینو ته یې د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي حیات د ارزوګان د عامه امن او نظم پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پولیسو چارې باید د خلکو له غوښتنو سره سمې تنظیمې شي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته په پوره قوت دوام ورکړل شي.
د یادونې ده، چې ښاغلي حیات تر دې یوه ورځ وړاندې کندهار ته هم تللی و او د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې له نېږدې وڅاره.
حیات پر داسې مهال کندهار او اروزګان ته ځي، چې په دې وروستیو کې د دې ولایتونو په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې سختې شوې دي.
د تایید شویو او ناتایید شویو راپورنو له مخې تر ۱۰ پورې ولسوالیو څخه یا امنیتي ځواکونه وتلي او یا هم طالبانو په جګړه نیولې دي.
تازه د بادغس ولایت د جوند ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې او افغان ځواکونو ترې تکتیکي شاتګ کړی او دغه راز ویل کېږي، چې د اروزګان ولایت چینارتو ولسوالۍ هم طالبانو نیولې ده.
د اروزګان د والي شورا غړي د چینارتو د سقوط پخلی کوي او طالبان هم وايي، دوی نیولې، خو والي محمد عمر شېرزاد د چینارتو د سقوط آوازه رد کړې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل