افغان حکومت د اروپايي پارلمان د پرېکړې هرکلی وکړ

23 جوزا 1400 ساعت 8:00

 د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او جګړې ختمېدو په اړه د اروپايي پارلمان د پرېکړه لیک هر کلی وکړ.


 د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او جګړې ختمېدو په اړه د اروپايي پارلمان د پرېکړه لیک هر کلی وکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اروپايي پارلمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.

دغه پارلمان په خپل پرېکړه لیک کې پر ملکي وګړو او افغان سرتېرو باندې د طالبانو د بریدونو بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

د اروپايي پارلمان په پرېکړه لیک کې همدارنګه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو او ښځو د حقوقو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي پارلمان پرېکړه لیک ته په هر کلي ویلي، افغان حکومت د افغانانو په مشرۍ د سیاسي هواري له لارې په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګېدو ته ژمن دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان حکومت د ښځو د حقوقو په ګډون د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته ژمن دی.

سرچینې له دغه هېواد څخه د نړیوالو سرتېرو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د اروپايي شورا د مرستو له دوام هم مننه کړې ده.

له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه د افغان او پاکستاني دیني علماو د پرېکړه لیک هر کلی هم کړی دی.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په کوربتوب افغان او پاکستاني دیني علماو د یو کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او د سولې له روان بهیر څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

د بشري حقونو کمېسیون د مذاکراتو له لارې د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو برخه کې یاد پرېکړه لیک مهم بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com