د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د سولې ټینګېدو او جګړې ختمېدو په اړه د اروپايي پارلمان د پرېکړه لیک هر کلی وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اروپايي پارلمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.
دغه پارلمان په خپل پرېکړه لیک کې پر ملکي وګړو او افغان سرتېرو باندې د طالبانو د بریدونو بندېدو غوښتنه یې کړې ده.
د اروپايي پارلمان په پرېکړه لیک کې همدارنګه په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو او ښځو د حقوقو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي پارلمان پرېکړه لیک ته په هر کلي ویلي، افغان حکومت د افغانانو په مشرۍ د سیاسي هواري له لارې په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګېدو ته ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان حکومت د ښځو د حقوقو په ګډون د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته ژمن دی.
سرچینې له دغه هېواد څخه د نړیوالو سرتېرو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د اروپايي شورا د مرستو له دوام هم مننه کړې ده.
له دې سره هم مهاله په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هیواد کې د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه د افغان او پاکستاني دیني علماو د پرېکړه لیک هر کلی هم کړی دی.
د تیرې پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په کوربتوب افغان او پاکستاني دیني علماو د یو کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ او د سولې له روان بهیر څخه یې ملاتړ اعلان کړ.
د بشري حقونو کمېسیون د مذاکراتو له لارې د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو برخه کې یاد پرېکړه لیک مهم بللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل