پاکستان کابل کې خپله قونسلګري تړي

23 جوزا 1400 ساعت 9:22

پاکستان وايي، په کابل کې به ‌یې د قونسلګرۍ څانګه سر له نن څخه د یوې اوونۍ پر مخ تړلې وي.


پاکستان وايي، په کابل کې به ‌یې د قونسلګرۍ څانګه سر له نن څخه د یوې اوونۍ پر مخ تړلې وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پرېکړه په افغانستان کې د کرونا وبا د وضعیت د لاخرابېدو له امله شوې ده.

د سفارت په خبرپانه کې راغلي، چې په انلاین بڼه به د ویزو د صادرولو چارې دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د امریکا سفارت هم پرون ورته اعلان وکړ او ویلي یې وو، د قونسلګرۍ څانګې فعالیت سر له نن څخه ځنډوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139715

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139715/

جمهور
  https://www.jomhornews.com