وروګو کې د عبدالوکیل خان په نوم انستتیوت سوځېدلی

23 جوزا 1400 ساعت 9:38

امنیتي چارواکي وايي وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده کړو انستتیوت اور اخیستی او سخت زیان ور رسېدلی دی.


امنیتي چارواکي وايي وردګ ولایت کې د عبدالوکیل خان په نوم د زده کړو انستتیوت اور اخیستی او سخت زیان ور رسېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عبدالوکیل خان په نوم د زده‌کړو انستتیوت چې د مرکز ميدان په فاروق خېل سیمه کې موقعیت لري پرون وروسته له هغې اور واخیست چې د هاوان یوه مرمۍ په کې ولګېده.

د پوځ ۲۰۳ تندر قول اردو په یوه خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو ډېره هڅه وکړه، چې دغه روزنیزه ودانۍ له بشپړ سوځېدو وژغولي.

د قول اردو په خبرپانه کې د دغه پېښې مسوول طالبان بللی شوي خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139716

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139716/

جمهور
  https://www.jomhornews.com