مشهور او ملي سندرغاړی عبدالله مقری ومړ

24 جوزا 1400 ساعت 9:02

د هېواد مشهور حماسي او ملي سندر غاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناورغۍ له امله په حق رسېدلی دی.


د هېواد مشهور حماسي او ملي سندر غاړی عبدالله مقری د ورپېښې ناورغۍ له امله په حق رسېدلی دی.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې د مقري د مړینې خبر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر معین هارون حکیمي پر خپله فسبوک پاڼه خپور کړی دی.
 
ښاغلي حکیمي لیکلي، د هېواد د غرونو او دښتونو د میني او سوُز په خواږه اواز چي یې د هېواد پالنې ترانې او د غیرت حماسې ویلې، هغه سندرغاړی هم کرونا واخیست!
 
نوموړي زیاته کړې، عبدالله مقری زموږ د رښتینولۍ، ملي غرور او ارزښتونو استازی هنرمند وو.
 
د هغه په وینا مرحوم مقري د جګړې، ظلم، جهالت، او افراطیت په وړاندي واضح دریځ او د بې وزلو، وطنپالو او مسافرو د دردونو ژباړن انسان وو.

عبدالله مقری د د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اصلي اوسېدونکو و، چې د هېواد او ملکي ګټو لپاره یې سلګونه سندرې ویلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com