د ملي امنیت سلاکار د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل

24 جوزا 1400 ساعت 9:58

د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي.


د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا دفتر وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د خپلو اړوند مواردو په هکله بحث وکړ.

سرچینه زیاتوي، دغه راز په دې ناسته کې د سولې، امنیت، ډیپلوماټیکو ماموریتونو، د حامد کرزي هوايي میدان د بشپړ فعال ساتلو او د دغو دوو هېوادونو تر منځ د سټراټېژیکو مراوداتو په هکله بحث وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139755

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139755/

جمهور
  https://www.jomhornews.com