ملګري ملتونه:

 که د سولې خبرې پایلې ته ونه رسېږي افغانستان کې به بشري ناورین رامنځ ته شي

26 جوزا 1400 ساعت 8:24

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د سولې خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه یې کړې ده.


ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغانستان پر روان تاوتریخوالي ژوره اندېښنه ښودلې او د سولې خبرو د ژر تر ژره پیلېدو غوښتنه یې کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که د سولې خبرې یوې پایلې ته و نه رسول شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته شي.

ملګرو ملتونو پر نړیواله ټولنه او د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې مذاکرات چټک کړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې هلې ځلې ډېرې کړي.

سرچینه وايي، همدا اوس شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي او تر څنګ یې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان په کور د ننه کډوال شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، که وضعیت همداسې دوام کوي نو ډېر احتمال شته چې بشري ناورین رامنځ ته شي او لا ډېر خلک د خپلو کورونو او هېواد پرېښودو ته اړ شي.

د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې ویلي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ په ټپه ولاړې خبرې باید ژر تر ژره د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزو په منلو سره بېرته پیل او مخ ته ولاړې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139815

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139815/

جمهور
  https://www.jomhornews.com