هرات کې د یوې کورنۍ ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

26 جوزا 1400 ساعت 10:26

کورنیو چارو وزارت وايي، هرات ولایت کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


کورنیو چارو وزارت وايي، هرات ولایت کې وسله والو کسانو د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې او ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۲۵ مه ماښام د هرات ولایت انجیل ولسوالۍ نوآباد سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو د یوې کورنۍ پر غړو هغه مهال ډزې، چې د یوه پارک د ننه د شپې ډوډۍ ته ناست وو.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوی او د همدې کورنۍ ۱۱ نور غړي، چې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.

کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو انګېزه نه ده معلومه، چې چا او د څه لپاره کړې خو پلټنې دوان لري.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 139826

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139826/

جمهور
  https://www.jomhornews.com