حمیداالله توخی د زابل نوی والي وټاکل شو

27 جوزا 1400 ساعت 9:27

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی حمیدالله توخي د زابل ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.


په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی حمیدالله توخي د زابل ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزو اروګانونو خپلواکه اداره وايي، ښاغلی توخي د دوی په وړاندیز او د ولسمشر غني د حکم پر اساس د زابل د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د دغه ادارې له خوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي«د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د وړانديز او د جمهوري رياست عالي مقام د (۱۴۰۰/۳/۲۵) نېټې، د (۹۷۲) ګڼې حکم په اساس؛ ښاغلی حميدالله توخي د زابل ولايت والي په توګه وټاکل شو.»

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې تورن جنرال محمد نبي احمدزی د زابل والي وو.

باید و ویل شي، چې په تېرو څو ورځو کې یو ځل بیا په وزارتونو او ولایتونو کې ادلون بدلون زیات شوی دی.

حکومت څو ورځې وړاندې د هرات والي عبدلوحید قتالي لرې او پر ځای یې د کورنیو چارو وزرات امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع وټاکه.

دغه راز یې د لغمان والي رحمت الله یارمل لرې او پر ځای یې عبدالولي واحدزی د والي په توګه وټاکه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139863

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139863/

جمهور
  https://www.jomhornews.com