ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله امریکا ته ځي

31 جوزا 1400 ساعت 10:12

سپینې ماڼۍ تایید کړه، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر واشنګټن ته ورشي.


سپینې ماڼۍ تایید کړه، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر واشنګټن ته ورشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي ویلي، ولسمشر غني او عبدالله د امریکا د ولسمشر په بلنه د راتلونکې جمعې (جون ۲۵ مه) واشنګټن ته راځي او ولسمشر جوبایډن به ورسره سپینه ماڼۍ کې وګوري.

په ورته وخت د سپینې ماټۍ په اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.

سپینه ماڼۍ وايي امریکا به د افغانستان له حکومت سره ډېر دخیل وي (ژورې اړیکې ولري) چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریګا ته ګواښ پېښ نه کړي.

سرچینه زیاتوي، امریکا د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي او ټولې افغانې ډلې هڅوي چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو کې برخه واخلي.

سپینه ماڼۍ داسې مهال واشنګټن ته د ولسمشر غني د راتګ خبر ورکوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 139940

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139940/

جمهور
  https://www.jomhornews.com