۰

ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله امریکا ته ځي

دوشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۱۲
سپینې ماڼۍ تایید کړه، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر واشنګټن ته ورشي.
ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله امریکا ته ځي
سپینې ماڼۍ تایید کړه، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملې روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه رسمي سفر واشنګټن ته ورشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاند جن ساکي ویلي، ولسمشر غني او عبدالله د امریکا د ولسمشر په بلنه د راتلونکې جمعې (جون ۲۵ مه) واشنګټن ته راځي او ولسمشر جوبایډن به ورسره سپینه ماڼۍ کې وګوري.

په ورته وخت د سپینې ماټۍ په اعلامیه کې ویل شوي، په داسې حال کې چې د افغانستان څخه امریکايي عسکر وځي، د دغو مشرانو سفر به د افغانستان او امریکا ترمنځ دوامدار مشارکت څرګند کړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د امریکا متحده ایالتونه د افغان مېرمنو او نجونو په ګډون د افغانانو سره د مرستې لپاره ژمنه ده چې افغانانو ته دپلوماتیکي، اقتصادي او بشري مرستې برابرې کړې.

سپینه ماڼۍ وايي امریکا به د افغانستان له حکومت سره ډېر دخیل وي (ژورې اړیکې ولري) چې بیا دا هېواد د ترهګرو ډلو په ځالې بدل نشي او امریګا ته ګواښ پېښ نه کړي.

سرچینه زیاتوي، امریکا د سولې د روان بهیر کلک ملاتړ کوي او ټولې افغانې ډلې هڅوي چې د جګړې ختمولو لپاره په مذاکراتو کې برخه واخلي.

سپینه ماڼۍ داسې مهال واشنګټن ته د ولسمشر غني د راتګ خبر ورکوي چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستې دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي