د کار او ټولنیزو چارو وزارت درې چارواکي نیول شوي دي

31 جوزا 1400 ساعت 11:59

کورنیو چارو وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د درې لوړ پوړو مسوولینو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.


کورنیو چارو وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د درې لوړ پوړو مسوولینو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه چارواکي د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا نیول شوي دي.

د هغه په وینا د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري منابعو رییس، مالي رییس او د استخدام امر له خپلو صلاحیتونو د ناوړه استفادې او غیرقانوني اجراآتو له امله د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 139952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/139952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com