کورنیو چارو وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د درې لوړ پوړو مسوولینو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دغه چارواکي د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا نیول شوي دي.
د هغه په وینا د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري منابعو رییس، مالي رییس او د استخدام امر له خپلو صلاحیتونو د ناوړه استفادې او غیرقانوني اجراآتو له امله د درنو جرمونو سره د مبارزې ریاست له خوا نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل