۰
دفاع وزارت:

په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰۰ زیاته طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

سی شنبه ۱ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۱۹
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې د ۳۳۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۰۰ زیاته طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو سره نښتو او عملیاتو کې د ۳۳۶ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزرات نن سه شنبې د چنګاښ اوله خپره کړې خبرپانه کې ویلي، طالبانو ته دغه شمېر مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان ځواکونو په لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندوز او کابل ولایتونو کې له طالبانو سره نښتې او عملیات یې پرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې ټولو جګړو او عملیاتو کې ۲۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان شوي دي.
 
ملي دفاع وزارت وايي، په دغه عملیاتو او جګړو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

همدارنګه دفاع وزارت زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د طالبانو له لوري اېښودل شوي ۵۷ کړۍ ډول ډول ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت د طالبانو د دغه درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا پر داسې مهال کوي، چې طالبانو هم په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي