د کونړ په مرکزي روغتون د هاوان مرمۍ لګېدلې او اور یې اخیستی

2 سرطان 1400 ساعت 9:37

سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د کونړ ولایت په مرکزي روغتون لګېدلې او اور یې اخیستی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې د هاوان مرمۍ د کونړ ولایت په مرکزي روغتون لګېدلې او اور یې اخیستی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي په خپله فسبوک پاڼه ویلي، طالبانو نن چهارشنبې د چنګاښ دویمه د کونړ په مرکز اسعداآباد ښار هاوان توغولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د هاوان مرمۍ د کونړ په مرکزي روغتون لګېدلې، چې له امله یې روغتون اور اخیستی دی.

هغه د مرګ ژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو وايي په روغتون اور بل دی.

د کونړ چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 140010

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140010/

جمهور
  https://www.jomhornews.com