ننګرهار کې د ځانمرګي واسکت لېږدوونکی داعشي نیول شوی دی

2 سرطان 1400 ساعت 12:01

سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو غړی، چې غوښتل یې د ځانمرګي برید واسکټ او چاوېدونکي توکي ولېږدوي نیولی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو غړی، چې غوښتل یې د ځانمرګي برید واسکټ او چاوېدونکي توکي ولېږدوي نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه داعشي ځانمرګی نن چهارشنبې د چنګاښ دویمه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې بېز اکمالاتي سیمه کې نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې نیول شوی کس امجد نومېږي مشهور په عبید او د داعش ډلې غړی دی.

خوږیاڼي وايي، امجد نومي په یوه ریکشا کې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او شپې پاڼې د بهسود ولسوالۍ له سخي موړ سیمې جلال آباد ته رالېږدولي و، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا د بېز اکمالاتي په سیمه کې ونیول شو.

خوږیاڼي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه داعش هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 140025

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140025/

جمهور
  https://www.jomhornews.com