سیمه ییز چارواکي وايي، ملي امنیت ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې یو غړی، چې غوښتل یې د ځانمرګي برید واسکټ او چاوېدونکي توکي ولېږدوي نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دغه داعشي ځانمرګی نن چهارشنبې د چنګاښ دویمه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې بېز اکمالاتي سیمه کې نیول شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې نیول شوی کس امجد نومېږي مشهور په عبید او د داعش ډلې غړی دی.
خوږیاڼي وايي، امجد نومي په یوه ریکشا کې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او شپې پاڼې د بهسود ولسوالۍ له سخي موړ سیمې جلال آباد ته رالېږدولي و، چې د ملي امنیت ځواکونو له خوا د بېز اکمالاتي په سیمه کې ونیول شو.
خوږیاڼي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
تر اوسه داعش هم څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار