پر ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر چاودنې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

2 سرطان 1400 ساعت 15:39

کندهار کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


کندهار کې پر ۴۰۴ مسافر وړونکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه نهه بجې د کندهار – هرات پر لویه لار د کندهار میوند ولسوالۍ د ملنګ کارېز په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیت امر غورځنګ افریدی وايي، ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر د د طالبانو له لوري د سړک د غاړې خښ شوي ماین ختلی، چې مرګ ژوبله لري خو دقیق معلومات یې نشته.
 
خو د میرویس روغتون مشر ډاکتر داوود فرهاد وايي، د پېښې له ځایه دوی ته پنځه جسدونه او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کې څلور نجونې او یو نارینه دي او په ټپیانو کې هم ۸ ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 


د مطلب کود: 140028

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140028/

جمهور
  https://www.jomhornews.com