د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر له بنده خلاص شو

8 سرطان 1400 ساعت 8:59

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بنسټ ګر غړی او مبارز علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشی شوی دی.


د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بنسټ ګر غړی او مبارز علي وزیر د یو لړ ځانګړو شرایطو پر اساس له بنده خوشی شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې علي وزیر چې د پاکستان د پارلمان غړی او د پي ټي اېم مخکښ غړی دی، ښايي د پارلمان په غونډه کې برخه واخلي.

علي وزیر او د پارلمان یو بل غړی خورشید شاه د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر په امر له بنده خوشې شوي، څو د بودجې په اړه په غونډو کې ګډون او خبرې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، د پارلمان غړی محسن داوړ او ګڼ نور کسان د علي وزیر د هرکلي لپاره بېګا ناوخته د اسلام اباد هوایي ډګر ته ورغلي و.

د یادونې ده، چې علي وزیر د تېر کال له ډسمبر راهیسې د پاکستان د حکومت له خوا په کراچۍ کې بندي وو.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com