قطر کې طالب مشرانو د هند له بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي

8 سرطان 1400 ساعت 15:00

راپورونه وايي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او یو ځینې نورو غړو د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره لیدلي دی.


راپورونه وايي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او یو ځینې نورو غړو د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره لیدلي دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا په دغه لیدنه کې د طالبانو دوه نورو مشرانو ملا خیراالله خیرخوا او شیخ دلاور هم ګډون درلود.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس په دې لیدنه کې دواړو لورو پر یو لړ مسایلو په تفصیل سره خبرې کړې دي.

ځینې طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، د طالبانو اوهند ترمینځ لومړي رابطه په مثبت ماحول کي تر سره شوې ده.

دغو سرچینو زیاته کړې، طالبانو هند ته ډاډ ورکړي چی دهند او طالبانو اړیکې به د پاکستان د خواهشاتو ښکار نه کړي.

طالبانو تر اوسه په رسمي دول په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140225

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140225/

جمهور
  https://www.jomhornews.com