راپورونه وايي، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او یو ځینې نورو غړو د هند له بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره لیدلي دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا په دغه لیدنه کې د طالبانو دوه نورو مشرانو ملا خیراالله خیرخوا او شیخ دلاور هم ګډون درلود.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس په دې لیدنه کې دواړو لورو پر یو لړ مسایلو په تفصیل سره خبرې کړې دي.
ځینې طالب سرچینو رسنیو ته ویلي، د طالبانو اوهند ترمینځ لومړي رابطه په مثبت ماحول کي تر سره شوې ده.
دغو سرچینو زیاته کړې، طالبانو هند ته ډاډ ورکړي چی دهند او طالبانو اړیکې به د پاکستان د خواهشاتو ښکار نه کړي.
طالبانو تر اوسه په رسمي دول په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل