لغمان کې یو دیني عالم وژل شوی دی

9 سرطان 1400 ساعت 15:12

سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.


سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو لغمان کې یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن چهارشنبې د چنګاښ ۹ مه سهار مهال د لغمان مرکز مهترلام ښار اړوند انار باغ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي، دیني عالم مولوي نصرالمن الله چې د حج او اقوافو ریاست د احتساب مدیر هم و دندې ته پر لاسه د نامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

دی وايي، د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا پلټنې روانې دي، څو د پېښې عاملان پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

تر اوسه د دغه قتل مسوولیت چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 140263

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140263/

جمهور
  https://www.jomhornews.com