برېتانوي پوځیان هم نن له افغانستان څخه وځي

13 سرطان 1400 ساعت 8:56

د راپورنو له مخې په راتلونکو څو ساعتونو کې به په افغانستان کې د برېتانیا پاتې سرتېري هم له دغه هېواده ووځي.


د راپورنو له مخې په راتلونکو څو ساعتونو کې به په افغانستان کې د برېتانیا پاتې سرتېري هم له دغه هېواده ووځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي برېتانوي وروستی سرتېری به نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه له افغانستان څخه ووځي، او خپل ټول نظامي مرکزونه به افغان حکومت ته وسپارلي.

د یادونې ده، چې برېتانیا د ناټو په چوکاټ کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر سرتېري لرل، چې تر ډېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته بېوه.

باید و ویل شي، چې تر اوسه پورې المان، ایټالیا، او ځینو نورو ناتو غړو هېوادونو خپل سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي.

امریکايي سرتېري به هم په راتلونکو روان دوه میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي، خو یو شمېر هغه به یې د بګرام هوايي ډګر او کابل کې خپل سفارت د ساتنې لپاره پاتې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140363

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140363/

جمهور
  https://www.jomhornews.com