۰

برېتانوي پوځیان هم نن له افغانستان څخه وځي

یکشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۶
د راپورنو له مخې په راتلونکو څو ساعتونو کې به په افغانستان کې د برېتانیا پاتې سرتېري هم له دغه هېواده ووځي.
برېتانوي پوځیان هم نن له افغانستان څخه وځي
د راپورنو له مخې په راتلونکو څو ساعتونو کې به په افغانستان کې د برېتانیا پاتې سرتېري هم له دغه هېواده ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي برېتانوي وروستی سرتېری به نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه له افغانستان څخه ووځي، او خپل ټول نظامي مرکزونه به افغان حکومت ته وسپارلي.

د یادونې ده، چې برېتانیا د ناټو په چوکاټ کې په دې وروستیو کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر سرتېري لرل، چې تر ډېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت مخ ته بېوه.

باید و ویل شي، چې تر اوسه پورې المان، ایټالیا، او ځینو نورو ناتو غړو هېوادونو خپل سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي.

امریکايي سرتېري به هم په راتلونکو روان دوه میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي، خو یو شمېر هغه به یې د بګرام هوايي ډګر او کابل کې خپل سفارت د ساتنې لپاره پاتې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي