کورنیو چارو وزارت: د ځینو ولسولیو مرکزونه مو موقتي بل ځای ته لېږدولي

13 سرطان 1400 ساعت 15:26

د کورنیو چارو وزارت وايي، د یو شمېر ولسواليو څخه امنیتي او دفاعي ځواکونه په موقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي او طالبانو یوه ولسوالي هم نه ده نیولې.


د کورنیو چارو وزارت وايي، د یو شمېر ولسواليو څخه امنیتي او دفاعي ځواکونه په موقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي او طالبانو یوه ولسوالي هم نه ده نیولې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دا موقتي لېږد د ولسوالیو د سقوط مانا نه لري.

دی وايي، طالبان د هېڅ یوې ولسوالۍ د ساتلو وړتیا نه لري او دغه راز نه شي کولی له هغه وسایطو چې ادعا یې کوي دوی سره دي ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ډله کې هېڅ لوژستیکي وړتیا نه شته، افراد یې تیت او پرک دي او په هغه سیمو کې چې د حضور دعوا په کې لري خلکو ته هېڅ ډول برنامه نه لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو له تېرې شپې راهیسي د ځینو ولسوالیو د سقوط ادعا کړې ده.

طالبانو د کندهار د پنجوايي، د پکتیکا د زېړوک او د بدخشان د کوفاب، ارګو او کوهستان ولسوالیو د نیولو خبره کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 140390

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140390/

جمهور
  https://www.jomhornews.com