پکتیا کې ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي

13 سرطان 1400 ساعت 16:01

سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د ولسي وګړو په سراچه موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او څلور تنه په کې وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د ولسي وګړو په سراچه موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او څلور تنه په کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د چنګاښ ۱۳ مه له ماسپښین وروسته د ګردېز ښار اړوند رباط سیمه کې د ولسي وګړو په سراچه موټر شوې ده.

ځايي چارواکي وايي، په دغه چاودنه کې دوه مېرمنې، یو ماشوم او یو نارینه وژل شوي دي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ځايي چارواکي وايي، ماین طالبانو ځای پر ځای کړی وو.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 


د مطلب کود: 140397

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140397/

جمهور
  https://www.jomhornews.com